د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۷ زره او ۶۵۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۳ زره او ۵۱۹ برېښنایي او ۵۴زره او ۱۳۴ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رییس ملا ضیاءالدین بختیار وايي چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلی بختیار زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۳ زره او ۷۱۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۵ زره او ۵۵۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۴زره او ۶۳۶ زېږون کارتونه، ۶۱۷ د مړینې پارچې او ۲۹۷ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د بادغیس ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په لومړۍ څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو ثبت او مثنی پېژندپاڼې وېش) هم وړاندې کېږي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.