د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو مرکز ویلي چې تمه ده په پلازمېنه کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو په ګډون یو ستر نندارتون پرانیستل شي.
ویل کیږي چې دغه نندارتون به د روانې غوایي میاشتې په پینځمه په کابل کې جوړ شي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې رهبري غړي یې د دې نندراتون د چمتووالي څارنه کوي. بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.
ټاکل شوې په دغه نندارتون کې ۸۰ سوداګریز شرکتونه خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې د استانې په کوربتوب افغاني توکي په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو.