مسوولین وایي چې پرون(جمعه، وري ۳۱مه) د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته یو زر او سل مټریک ټنه ګرانبیه ډبرې صادرې شوي دي.
ویل کیږي چې په دغو ګرانبیه ډبرو کې تالک ډبره شامله وه چې د ترکیې مرسینګ ښار ته رسېدلې ده.
په دې تړاو په روزنک وسپنې پټلۍ سټيشن کې ځانګړي پرانيستونکي مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د هرات د وسپنې پټلۍ د رییس ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او ګڼو ځايي افغان او بهرنيو پانګه والو برخه اخیستې وه.
د هرات د وسپنې پټلۍ رییس مفتي محمد نسيم محمدي په دې اړه ویلي چې په پيل کې به د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد کچه په ورځني ډول يو اړخیزه وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه اړخیزه شي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې افغاني توکي د روزنک وسپنې پټلۍ په واسطه بهر ته صادریږي.