د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د سره صليب د نړيوال فدراسيون د اسيا پسفيک د برخې مشر اليکسانډر متيو او مله پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې چوپړونه، همکارۍ او فعاليتونه وستایل. ښاغلي متقي د سره صليب د نړيوال فدراسيون پلاوي ته د هېواد اړمنې سیمې په ګوته کړې. ښاغلي متقي ددغو سیمو په اړه وویل چې ډېرې همکارۍ ته لري.
متيو د بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندي کړ. ښاغلي متیو د سره صليب د نړيوال فدراسيون د اسيا پسفيک څانګې سره د افغان حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزارت له همکاریو مننه وکړه.
متیو وویل چې دوی په تېر یوه کال کې پینځو میلیونو افغانانو ته په روغتیا، اوبو رسونې او د طبیعي پېښو د مخنیوي برخو کې ۲۸ سویسي فرانک لګولي دي.
مولوي امیرخان متقي د اسيا پسفيک مشر څخه هیله کړې چې د افغانستان واقعي انځور او د خپلو سترګو لیدلی وضعیت تر نړیوالو ورسوي او د افغان ولس هراړخیز لاسنیوی وکړي.