ډېر لوستل شوي

د اندونیزیا په مالي همکارۍ؛ کابل کې د ۷۵ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې

د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې د ټاکنې په موخه د بدني روزنې او ورزش ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۷۵ تنو ترمنځ د بډمنټون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ کابل کې د اندونیزیا سفارت په مالي همکارۍ د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بډمنتون ملي فدراسیون له لوري چمتو شوي دي.

د دغو مراسمو په پیل کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق ګډونوالو ته هرکلی ووایه او په وینا یې ورزش ملیتونه، قومونه او هېوادونه سره یو کوي او ترمنځ یې ورورولي رامنځته کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د اندونیزیا اسلامي هېواد د سفارت له استازو مننه وکړه، چې د هېواد د ورزش په برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

افغانستان کې د اندونیزیا سفارت استازي رکي سوبکجا خوښ و چې افغانستان کې دی او په بشپړه خوندي فضا کې د بډمنټون سیالۍ ترسره کیږي. نوموړي په نورو برخو کې هم د خپل هېواد له لوري د ورته همکاریو ډاډ څرګند کړ.

دغه سیالۍ به درې ورځې په بر کې ونیسي او په پینځو( عمري) کټګوریو کې به ترسره شي.

اړوند خبرونه