د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د یوه زاړه ماین د چاودنې په پېښه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې د نارنجک دغه دا ناچاوده مرمۍ د حصارک په ناور کلي چاودلې چې یو هلک او یوه نجلۍ یې ټپیان کړي دي.
تر یادې پېښې وروسته، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د غوره درملنې په موخه د عامې روغتیا روغتون ته لېږدولي. د یادونې وړ ده چې افغانستان لا هم د زړو او ناچاوده مرمیو کوربه دی او وخت ناوخت یې انسانان او څاروي ښکار کیږي.