ډېر لوستل شوي

پنجشېر نه پلازمېنې ته د اوبو د لېږد لومړني کارونه پیل شول

‌ د چین کاري ټیم پنجشېر نه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، لومړي کارونه پیل کړيد اوبو او انرژۍ وزارت او د چین هېواد تویار صنعتي شرکت تخنیکي ټیم پلازمېنې کابل ته د اوبو د لېږد د پروژې د لومړنیو کارونو سروې پیل کړې ده. د چین تویار ښار دغه ټیم د یادې سترې پروژې د لومړنیو کارو د پیل په موخه بازارک ښار ته رسېدلی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې یادې تخنیکي ډلې په دې سفر کې د پنجشېر سیندیزې فرعي حوزې د رییس فضل الله عادل په ګډون له والي محمد آغا حکیم سره وکتل او له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لیږد پروژې په هکله یې بحث کړی دی.د پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد په مټ به د کابل د څښاک د اوبو ستونزه هواره شي.د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت لا له وړاندې د دې پروژې د پیل او لومړنیو کارونو د چټکوالي ډاډ څرګند کړی وو.

اړوند خبرونه