ډېر لوستل شوي

د تېرې ادارې پر مهال درول شوي موټرونه بېرته اصلي مالکانو ته ورکول کیږي

کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېرې ادارې پر مهال درېدلي ټول موټرونه او لېږنده وسایط بېرته اصلي مالکانو ته ورکوي.

یاد وزارت لیکلي، دا موټرونه چې د ټرافیکي پېښو او نورو سرغړونو له کبله درول شوي، اسناد یې څېړل کیږي او بېرته یې اصلي څښتنانو ته سپارل کیږي. کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې له نن(دوشنبې، غویي درېیمې) تر دوو میاشتو کولی شي دغه وزارت ته مراجعه وکړي. کورنیو چارو وزارت لیکلي چې د دغو وسایطو اسناد به ارزوي او تر څېړنې وروسته به یې اصلي مالکانو ته سپاري.

اړوند خبرونه