ډېر لوستل شوي

د وچې مېوې صادراتو کې شل سلنه لوړوالی راغلی

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې بهرنیو هېوادونو ته د وچې مېوې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت زیاتوي چې تېر کال د نورو په پرتله د وچې مېوې په صادراتو کې شل سلنه زیاتوالی لیدل شوی.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې تېر لمریز کال کې د ۴۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د ښاغلي جواد په خبره یاده وچه مېوه د امریکا په ګډون؛ هند، چین، پاکستان، سعودي، متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته صادره شوې. له بل لوري بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د هوايي دهلېزونو له لارې د الوتنو ډېرېدل د وچې مېوې د صادراتو کچې په لوړېدو کې مهم ګڼي.

اړوند خبرونه