د فراه ولایت د پشترود او خاکسفيد ولسواليو ترمنځ د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي د غځېدلي سړک چارې پیل شوې.
ویل کیږي چې دا سړک شاوخوا (۴۰) کيلو متره په اوږدوالي د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان او پيرزوينې له مخي د ټاکل شوې کمېټې له لوري جوړېږي.
ټاکل شوې چې دغه سړک دمګړۍ جغل کاري شي، خو په راتلونکي کې یې د بنسټیزې رغونې پلان ترلاس لاندې دی.
د ياد سړک په بيا رغولو سره به نه يوازې د سيمې د بزګرانو کرنيز محصولات پر وخت تر ټاکلي ځای پورې ورسېږي، بلکې د سيمې د اوسيدونکو په تګ راتګ او د ناروغانو په لېږد هم ډير ګټور ثابتېدلی شي.
ویل کیږي چې د پشترود او خاکسفيد ولسواليو ياد نښلونکی سړک څو کاله وړاندې په غير معياري بڼه سره جوړ او له ژر له کاره لوېدلی دی. د سيمې اوسيدونکي بيا د ياد سړک په بيارغونه خوښ دي او په وینا یې تر دې وړاندې به یې د دغه سړک د ويجاړتيا له کبله ناروغان او کرنيز محصولات پر وخت تر بازاره نه رسيدل او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.