ډېر لوستل شوي

قمي، ایران ته د هلمند د سیند اوبو د خنډونو د لرې کولو په پار مننه وکړه

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ایران د حکومت ځانګړي استازي او سفیر محمد حسن کاظمي قمي له اسلامي امارت څخه ایران ته د هلمند سیند د اوبو د رسېدو او په یاد مسیر کې د خنډونو د لرې کولو په پار مننه وکړه.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل له قوله، ښاغلي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې پر غزې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د تېري او دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په تړاو د اسلامي امارت له دریځ څخه مننه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي دي چې اوبه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت یو مهم عنصر دی او هیله یې څرګنده کړه چې د هلمند د سیند اوبه ایران ته دوام ولري.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان موتقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه وبللې او د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي متقي زیاته کړه چې د څو کلنو وچکالیو په لړ کې د بارانونو له زیاتوالي وروسته د هلمند په سیند کې اوبه هم زیاتې شوي او اوس د ایران لور ته بهیږي.

بايد يادونه وشي چې هلمند سیند کې د ایران حقابه تېر کال د اسلامي امارت له لوري ومنل شوه.

اړوند خبرونه