ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ

د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په چين کې د اسلامي امارت له سفير مولوي اسدالله بلال کريمي سره په کتنه کې د چين او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لپاره پر لا زياتو هڅو ټينګار وکړ.

ارګ په سپېدار ماڼۍ کې د ښاغلي کریمي او مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال چین د نړۍ یو له سترو اقتصادي هېوادونو څخه ګڼي او د کابل او بیجینګ اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

په همدې حال کې په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي وویل، له داعش سره د مبارزې، فساد، نشه یي توکو او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغان چارواکو هڅې د ستاینې وړ دي.

ښاغلي کریمي ویلي چې امنیت، روڼتیا او ثبات هغه سببونه دي چې په افغانستان کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو لېوالتیا زیاتوي. مولوي اسدالله بلال کریمي په چین کې د اسلامي امارت لومړنی سفیر دی چې د دغه هېواد د ولسمشر شي جین پینګ باورلیک یې ترلاسه کړ.

اړوند خبرونه