ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونیت: د نړیوال بانک پر واقعیتونو ولاړې برخې ستایو

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دغه بانک هغه برخې ستایي چې پر واقعیتونو ولاړې وي.

یاد بانک په خپل راپور کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدنه، د نشه یي توکو د کرکېلې ۹۰ سلنه کمېدو او په ۲۰۲۳ کال کې له ټاکلي هدف څخه د ۹ سلنه زیاتو عوایدو په راټولو او نور پرمختګونو هم اعتراف کړی دی.

بل پلو، د ریاست الوزرا اقتصادي لیکلي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کورني ناخالص تولید کچه زیاته شوې. اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې په کور دننه د خوراکي او غیرخوارکي توکو د بیو د ټیټوالي اساسي لامل په کور دننه د دې توکو په تولید کې زیاتوالی دی. نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادی حالت ټکنی دی، د کورني ناخالص تولید کچه ټیټه شوې، انفلاسیون کم شوی، بازار ته د اړتیا وړ افغانۍ عرضه کولو کې کموالی راغلی او په سوداګرۍ کې هم کسر شته. یاد معاونیت زیاته کړې، په ټول هېواد کې يې د نشه يي توکو پر کرکېله بندیز لگولی او کروندګرو ته د بدیل کښت پر رامنځته کوونه بوخت دي. معاونیت دغه راز ویلي چې نړیواله ټولنه باید کروندګرو ته د بدیلو کښتونو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي. اقتصادي معاونیت لیکي چې که نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي، د افغانستان پر بانکونو او سوداګرۍ بندیزونه لغوه کړي، د افغانستان کنگل شوې شتمني ازاده او د پراختيايي پروژو د تمویل تر څنگ په نورو برخو کې همکاري وکړي نو لري نه ده چې ګڼ کاري فرصتونه به رامنځته او اقتصادي وضعیت به ورسره د ډاډ وړ شي.

اړوند خبرونه