ډېر لوستل شوي

د پنجشېر عامې روغتیا ریاست ته طبي وسایل وسپارل شول

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې دوی ته لسګونه قلمه طبي وسایل او بېلابېل درمل سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حجت الله محمدي ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د پنچشېر د رخې ولسوالۍ له ۴۰ بستریز روغتون سره ۹۲ کارتنه بېلابېل قلمه درمل او د طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی اسانه شوی.

اړوند خبرونه