افغان ویاړلي ملت په ډېره درنه او نه جبرانېدونکې بیه د کمونستانو له ناولو قدمونو هېواد پاک کړ، خو هغه اهداف چې له دغه سپېڅلي جهاد څخه باید ترلاسه شوي وای، هېڅ ترلاسه نه شول. افغان ملت په یوه پېړۍ کې دننه درې سترواکې په ګونډو کړې خو موږ چې هر کله غلیم څملولی او ځغلولی بیا د یوه مثالي نظام په پیاده کولو کې پاتې راغلي یو. شوروي اتحاد چې هغه وخت یې په واکمنۍ کې یوازې لمر نه ډوبېده، افغانستان کې مات شو. د افغان ملت په ګوزار سره دا ستره اتحادیه ان په ۱۵/۱۶ نورو ټوټو ووېشل شوه او په دې سره د منځنۍ اسیا هېوادونه زموږ د احساناتو او تورې مرهون شول. هغه وخت د ټولې نړۍ سترګې یوازې افغان ولس ته وې او پر دې ډاډه و چې روسان یوازې افغاني غیرت ماتولی شي او بس. له نېکه مرغه چې دوښمن مات شو، خو افغان مشران او مجاهدین په خپلو منځو کې سره اړم شول. دغه اختلافونو او د واک پر سر شخړو دومره زور ونیو چې افغان ملت یې بې شېمې کړ او له خدای جل جلاله یې نجات غوښت. په همدغو نویمو کلونو کې پاټکسالارۍ زیاتې شوې، وژنې او بې ګناه قتلونو اوج ونیو، د مړو پر جسدونو نڅاوې وشوې، ان دا چې له هلکانو سره نکاح ګانې وتړل شوې.
دغه مهال موږ خپل ټول اسلامي او افغاني ارزښتونه بایللی وو او افغان ولس له دغو خلکو تر پوزې راغلی و. یو ستر انسان چې د کمونستانو په ماتولو او خپل سنګر په محکمېدو کې یې ونډه له لمره روښانه وه، یو ځل بیا مرد میدان شو او پرانیستی کتاب یې بېرته وتاړه. دا به څوک و!؟دا بل څوک نه، بلکې امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد (رحمه الله) و. هو. نوموړي د روسانو پر وړاندې بې مثاله جهاد وکړ، د جهادي فعالیت پر مهال یې ګڼې سوبې ترلاسه کړې؛ خو د کمونستانو تر ټغر ټولېدو وروسته یې راکټ له اوږو کوز کړ او د نېمګړو سبقونو بیا پیل ته یې ملا وتړله. دغه ستر انسان د دویم ځل لپاره هم ستر او بې مثاله کارونه وکړل. په ډېر لږ وخت کې یې د افغانستان ګڼې ولسوالۍ او ولایتونه تر واک لاندې راوستل او سوچه اسلامي نظام یې برپا کړ. په ډېر کم وخت کې د یوه داسې هېواد واګې په لاس کې اخیستل او بیا پکې د یوه محکم حکومت بنسټ کېښودل له شکه پرته ستر او ناشونی کار و. داسې حکومت چې د ملوک الطوافیو بېخ یې وویست او واحد بیرغ یې په ټول افغانستان کې ورپاوه. دا له شک پرته لوی کار دی چې داسې هېواد مهار کړې چې تازه پکې یوه ستره امپراتوري ماته شوي وي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې دې حکومتونه اعلان وي، د تنظیمونو او قوماندانو ترمنځ دې ړندۍ ګولۍ اوري او…
لوی ملا صاحب پر لایزال رب پیاوړې عقیده درلوده. نوموړی د اهل السنت والجماعت لاروی، د حنفي مذهب پیرو او د مخالفتونو او خرافاتو ضد و. په ۱۳۷۵ لمریز کال د وري په ۱۴مه د کندهار په زړه میخانیکي لېسه کې د افغانستان ۱۵۰۰ جید علما راټولیږي او مرحوم ملاصاحب ته د امیرالمؤمنین لقب ورکوي. ملا صاحب په همغه لومړنۍ وینا کې د طالبانو د تحریک د پیل پر غوښتنو، اساساتو او اهدافو مفصله وینا وکړه او د یوه مثالي نظام د پایښت ستنې او شاخصونه یې وټاکل. لوی ملاصاحب په خپله وینا کې وویل: ما دا تحریک د توکل محض پر اساس پیل کړی، فقط توکل محض. له دې څخه زما هدف په افغانستان کې د اسلامي شریعت تنفیذ او د جهاد د ارمانونو پوره کول دي. تاسو د لوی ملا صاحب اخلاص وګورئ چې په څومره تاثر دا وینا کوي: خو ای محترمو علماوو! تاسو زموږ استاذان او د شرعي علم علما یاستئ! که زه په دغه ستر کار کې خدای مه کړه له کوم انحراف او مشکل سره مخ کېږم، اصلاح او سموالی مې ستاسې مسوولیت دی، تاسو به راته پر سمې لارې د تللو توصیه او نصیحت کوئ، کنه په ورځ د قیامت به زما د هر ډول انحراف مسوولیت ستاسې پر غاړه وي او زه به یې له امله ستاسې ګریوان ته لاس در اچوم. لوی ملاصاحب په پورته وینا کې پر یوې باریکې نقطې ټینګار کړی او هغه توکل محض دی. ښایي دې نقطې ته هغه مهال د علماوو هم نه وي پام شوی. مانا که موږ او تاسو محافظه کاري کړې وای او دا مو ویل چې زه یو کس یم، نو د دغه لوی ظلم او ناورین مخه نیولی شم؟ ایا زه کولی شم چې د خپلسریو مخه ونیسم او د پاټکونو شته فسادونو ته د پای ټکی کېږدم؟ ایا زه به بیا دا هېواد ازاد کړم؟ لوی ملاصاحب د (لا نکلف الله نفسا الا وسعها) له ایت شریف سره سره پر توکل محض باندې ټینګار کوي او وايي چې تاسو خو یو ځل ډګر ته وړاندې شئ، بیا وګورئ چې لوی خدای ج ستاسو نصرت کوي او که نا؟ تاسو که د الله جل جلاله پر دین غیرت وکړ، لوی خدای به پر تاسو غیرت وکړي او بری به در نصیب کړي.
ددغه لوی انسان په اړه د نړۍ ګڼو لویو علماوو خپل اندونه او تاثرات شریک کړي دي. دکتور شامل وایي: ای د نړۍ ژبپوهانو او ادیبانو!! راشئ د ټولو ژبو قاموسونه له سره ولیکئ، له دغو ټولو څخه رجولیت(نارینتوب) وباسئ او پر ځای یې یوزاې د ملا محمدعمر نوم ورسره یوځای کړئ.
دوکتور حاکم الطیری یې په اړه وایي: د ملا محمدعمر مجاهد په وفات سره اسلامي امت یو ستر مجاهد زغیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې پر خلاف یې تاریخي مقابله پیل کړه. ای د اسلامي امت زعیمه! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وې، چې د اسلامي امت موجود او راتلونکي نسلونه، د هغوی ټول جهادي او فکري نهضتونه او فقهي مدارس به په تا پسې اقتدا کوي. ای لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له موږه وکوچېدې!؟
د الجزیرې مشهور ژورنالست «تيسير علوني» چې د مصر له دریو جیدو علماوو سره کندهار ته راغلی و، خپل تاثر داسې وایي:
کله چې په (۲۰۰۰م) کال امريکا پر افغانستان ډېر زيات بنديزونه وضع کړل، نو څه موده پس د اسلامۍ نړۍ ګڼ شمېر مشهور علما او مفکرين له ملا محمد عمر مجاهد سره د ليدنې او خپلو مشورو شريکولو په موخه افغانستان ته راغلل.
په دغه پلاوي کې د مصر د الازهر جامعې درې استادان، مشهور اسلامي مفکر فهمي هويدي، د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې مشر دوکتور يوسف القرضاوي او ګڼو نورو علماوو ګډون درلود، له دوی سره د الجزيره تلويزوني شبکې له خوا د افغانستان د څانګې مسوول ښاغلی تيسير علوني هم برخه اخیستې وه. نموړي له امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره د خپل ملاقات تأثر داسې بيانوي:
د ملا محمد عمر مجاهد د کار دفتر ته له ور رسیدو سره سم هلته مېشتو طالبانو په درناوي استقبال کړو، نه یې تلاشي او نه یې هم په دروازه کې په انتظار کولو سره معطل کړو. بلکې له ور رسیدو سره سم یې یوه مستطیل شکله تالار ته راهنمايي کړو. په تالار کې افغاني قالینې ویړې او څنګو ته یې عادي تکیې ايښې وې. لږ ساعت وروسته ملا محمد عمر مجاهد له دوو نفرو وسله والو طالبانو سره تالار ته را دننه شو.
دنګه بې غوښې ونه ، مناسبه توره ږیره او غنم رنګه زړه وړونکې څیره یې لرله. توره لنګوټه یې پر سر او پر خاکستري رنګه جامو یې د زوړ والي نښې له ورایه ښکاریدې. د یوه ژورنالیست په توګه ما غوښتل ډېر په دقت د هغه رنګ او څیرې ته وګورم، خو دومره یې تر تاثیر لاندې راغلم، چې د مخامخ کتلو توان مې له لاسه ورکړ. نوموړی له مونږ ټولو سره تر روغبړ وروسته د تالار په ښي کونج خپل ځای کې کیناست.
زه له نوموړي نه کیڼ لور ته څلورم نفر وم، ما يې د ناستې په مهال غلي غلي د خبرو او حرکاتو وضعیت څاره، هغې سترګې ته یې ډیر ځیر وم چې د شوروي اشغال په مهال یې په جهاد کې له لاسه ورکړې وه، خو هغه مې هم دقیقه صحیح نه کړای شوه، ځکه زه د نوموړي چپ لوري ته ناست وم.
نوموړي په خپل ځای کې تر کیناستو وروسته د مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی څخه د خبرو اوریدو غوښتنه وکړه، هغوی هر یوه په خپل نوبت خبرې کولې او ده په آرامه ورته غوږ نیولی و، کوم ځای چې به یې د پوښتنې ضرورت شو، هلته به یې وضاحت غوښت. په ټول مجلس یو ځانګړی کیفیت طارئ و.
زه چې د مجلس په برخوالو کې یې تر ټولو زیات تر اغیزې راغلی وم، له نوموړي سره د خبرو په مهال مې دا حس کوله چې واقعا هم له یوه واقعي واکمن حکمران سره مخ یم. عجيبه دا وه چې د مجلس په ټولو برخوالو کې ملا محمد عمر مجاهد په ځوانۍ او جامو کې تر ټولو خوار مالومیده، خو معنوي هیبت یې بیا ټول مجلس په خارق العاده ډول تر اغېز لاندې راوستی و.
لوی ملا صاحب پر اسلامي او ملي ارزښتونو تر هر چا کلک ولاړ و. ویل کیږي چې د اسلامي امارت په لومړي پېر کې پاکستان هیله ښوده چې پر افغان واکمن(لوی ملا صاحب رحمه الله) د ډیورنډ کرښه ومني او د دولت د رهبرۍ نور غړي ددې معضلې منلو ته اړ کړي. د عوامي نېشنل ګوند پخوانی مشر او د باچا خان لمسی اسفندیار ولي خان د پاکستان د هغه وخت د کورنیو چارو د وزیر نصر الله بابر له خولې لیکي چې یو وخت کندهار ته لاړم او له لوی ملا صاحب مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله سره په یوه دسترخان ډوډۍ ته کېناستم، چې غلي مې وپوښتل چې که ملا صاحب دا کرښه په رسمیت وپېژني؛ نو هر څه به حل شي. دی وایي چې لوی ملا صاحب راته کړه چې ډوډۍ کېږده او سیده ووځه خاینه. اسفندیار وایي چې پښتون ته دا ډېره ګرانه خبره ده چې یو څوک دې له خپل مېلمستون وشړي او بیا یې له دسترخوانه پورته کول خو بیخي لویه خبره ده. الله جلاله دې د اسلامي امارت دغه ستر رغیم د جنتونو سردار کړي او د لارویانو سینو کې دې یې د عدالت رود وبهوي.