د سمنګانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په کوزه دره صوف ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د ۱۵۲ ذخیرو د پاکولو د چارو په پیل سره نږدې ۷۰۰ ته کارموندنه شوې ده.
د اوبو زېرمو د پاکولو په پروګرام کې ۶۸۳ تنو ته د ۳۵ ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوې چې په ورځني ډول ۴۵۹ افغانۍ مزدوري ترلاسه کوي.
د سمنګانو د یادو سیمو خلک خوښ دي چې هم یې وزګار ځوانان پر کار بوخت شوي او هم یې د پاکو اوبو زېرمې پاکیږي. ځوانان په دغه کارموندنه خوشاله دي او د لا ډېرو پروژو د پیل غوښتونکي دي.