د لوګر ځایي مسوولین وایي چې د پل علم اړوند په پادخواب شانې سیمه کې تېره شپه درې بجې د یوه کور چت نړېدلی چې ۴ تنه یې پکې شهیدان کړي دي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس حافظ سعید الرحمن قادري وویل: په پیښه کې د یوه ځایي اوسیدونکي دوه لوڼې او دوه لمسیان شهیدان شوي دي او د کور څښتن ټپي دی.
ښاغلي حافظ پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړه او ټپي ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوله.
ویل کیږي چې وروستیو اورښتونو لوګر کې خام کورونه وراسته کړي او هره شېبه یې د نړېدلو امکان شته.