د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نجیب الله حنیف وایي د اختر په شپو ورځو کې کونړ ته په سلګونو زرو کسانو مخه کړې وه.
ښاغلی حنیف وايي چې دوی د کوچني اختر په نهو ورځو کې دې ولایت ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۱۹ زره او ۸۵۳ سیلانیان ثبت کړي وو.
د حنیف په خبره وروستیو بارانونو کونړ ته د لا ډېرو سیلانیانو د ورتګ مخه ونیوله او ډېری هېوادوال ونه توانېدل چې تېر اختر کونړ کې تېر کړي.
بل پلو، د اقتصادي چارو پوهان وایي چې افغان حکومت باید د کونړ په ګډون د هېواد په لرغونو او جذابو سیمو پراخه پانګونه وکړي او ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي