ډېر لوستل شوي

د تېرې ادارې نظامیان او ملکي کارکوونکي دې هېواد ته راستانه شي

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون یوځل بیا پر بهرمېشتو افغانانو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي. دغه کمیسیون ویلي چې د تېرې ادارې ټول نظامیان او ملکي کارکوونکي دې هېواد ته راوګرځي او د مغرضو رسنیو پر اوازو ونه غولیږي.

کمیسیون په یوه اعلامیه کې لیکلي: هېڅ کوم لوری د دې اجازه نه لري، چې د تېرې ادارې کسان په دې وجه چې په تېره اداره کې يې کار کړی، وځوروي او ګواښ ورته متوجه کړي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون مسوولینو ویلي چې د تېرې ادارې کارکوونکو ته په هېواد کې هېڅ خطرناک متوجې نه دی او د دوی په ژوند او کار کې څوک د لاسوهنې حق نه لري. د یادونې وړ ده چې د اميرالمومنين حفظه الله د عفوې د عمومي فرمان د لا ښه تطبیق په موخه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ. دغه کمیسیون وایي چې تر دې دمه هېواد ته ۸۳۹ تنه په خپله خوښه راګرځېدلي دي.

اړوند خبرونه