د افغان ګاما شرکت مسوولین وايي، چې تمه ده د خواف-هرات د وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې چارې پیل شي.
یاد شرکت زیاتوي چې له نړیوالو بازارونو سره د دغه نښلېدونکي پټلۍ د څلورمې قطعې دویمې برخې چارې پیلېدونکي دي.
د یاد شرکت اجرائیوي مدیر امیرحمزه ویلي چې ددې برخې اوږدوالی ۴۷ کیلومټره دی چې د ۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت به په دوه نیمو کالو کې بشپړ شي.
د دغې پټلۍ چارو په بشپړېدو سره به افغانستان د ایران له بندرونو او له هغې لارې ترکیې او اروپا سره ونښلول شي.
ویل کیږي چې ددې پروژې په بشپړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې د وسپنې پټلۍ غځونه هم پیل شي.