ډېر لوستل شوي

سټنډرډ ادارې تر ۵۰ زیات ټانکر تېل ایران ته وروګرځول

د سټنډرډ ملي ادارې ۵۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي.
یادې ادارې ويلي، چې د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر له لارې يې ۵۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ورګرځولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، د سرغړونې صورت کې به له ورته چلند سره مخ شي

اړوند خبرونه