ډېر لوستل شوي

لوېدیځ دې خپل فرهنګ پر نورو ملتونو نه تپي

د افغان حکومت مسوولینو ویلي، لوېدیځ دې هڅه نه کوي چې خپل فرهنګ پر نورو هېوادونو او ملتونو ومني.

افغان حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې د افغان حکومت له خوا د ښځو اړوند پر ځینو فرمانونو اندېښنه ښودل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه کلنی راپور د اپرېل پر ۲۲مه خپور کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت په افغانستان کې د اسلامي شریعت پر بنسټ د بشري حقونو ټینګښت ته ژمن دی.

د افغان حکومت ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت ویلي چې امریکا او نور هېوادونه دې خپل فرهنګونه پر نورو نه تپي.

بل‌خوا یوشمېر کارپوهان د بشري حقونو د مسلې په اړه د امریکا پر چلند نیوکه کوي او په دې باور دي چې امریکا هڅه کوي، د بشري حقونو له مسلې په استفادې، د افغانستان په څېر هېوادونه تر فشار لاندې راولي.

اړوند خبرونه