په دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، چې د یاد سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم په قطر کې د فلسطین سفارت په رسمي بلنه د یاد هېواد د دودیزو نوښتونو، د تاریخي او کلتوري اثارو او محصولاتو په نندارتون کې ګډون وکړ.
په دغه ننداراتون کې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو سربېره په قطر کې میشتو فلسطیني وګړو هم برخه اخیستې وه.
د فلسطیني توکو د نندارې په دغه غونډه کې د دې هېواد د سفیر ښاغلي منیر غنام سربیره، سفیرانو، د نړیوالو موسسو استازو، علمي شخصیتونو او په قطر کې میشتو فلسطیني ژورنالیستانو ګډون کړی وو