ډېر لوستل شوي

د هرات له یوازې یوې ولسوالۍ ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د هرات د انجیل ولسوالۍ ښاروالۍ توانېدلې چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
د یاد ولایت د انجیل ښاروال مولوي نعمت الله رحیمي د تېر کال د راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي چې له دې ولسوالۍ یې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته اضافه کړي دي.
ښاغلي رحیمي ویلي چې تېر کال یې ۵۴ پروژې پلي کړي چې پر مټ یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه.
نوموړي ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال لپاره ورته ۳۸ میلیونو افغانیو عوایدو هدف اېښودل شوی دی

اړوند خبرونه