ډېر لوستل شوي

شیخ ثافب: افغان مجاهدینو تل د کفر پر وړاندې مبارزه کړې

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت سرپرست  شیخ نور محمد ثاقب، د افغان مجاهدینو‌ د بریا د ۳۲مې کالیزې په مناسبت نمانځغونډه کې ویلي چې افغان مجاهدینو تل د کفر پر وړاندې مبارزه کړې ده. نوموړی زیاتوي: کفارو او کمونستانو د اسلام پر ضد هڅې کولې او غوښتل یې څو د خلکو افکار له اسلام څخه منحرف کړي. شیخ ثاقب وړاندې وایي چې د افغانانو د غیرت په پایله کې روسیه او امریکا ماته شوه او افغانستان یوځل بیا خپله خپلواکي ترلاسه کړه. ښاغلی ثاقب وړاندې وایي چې افغان مجاهدینو بری خپل کړ، پر کفر غالب شول، خو خپله بریا یې په سم ډول ونه شوی ساتلی. په همدې خاطر د اسلامي امارت ظهور او راتګ ته اړتیا پېښه شوه. شیخ ثاقب څرګندوي چې د اسلامي امارت په راتګ د اسلامي او ملي ارزښتنو او د جهاد ساتنه په ښه ډول وشوه.

اړوند خبرونه