ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزیر د بخش اباد بند د چارو پر چټکوالي ټینګار وکړ

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست فراه کې د بخش اباد بند د انحرافي تونلو د پروژو له مسوول سره وکتل.
د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د بخش اباد بند د تونلونو د غځولو پروژې له قراردادي مسوول جمشید شاهي او د نوموړي له تخنیکي ټیم سره وکتل.
په دې کتنه کې د اوبو او انرژی وزارت سرپرست د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او لارښوونه یې وکړه چې د دغې پروژې کارونه باید د وزارت د تخنیکي ټیم په همکارۍ او همغږۍ ترسره شي

اړوند خبرونه