د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي چې دې ولایت ته ۱۱ ایټالوي سیلانیانو سفر کړی دی. ریاست وایي چې دغو ګرځندویانو د کندهار له لرغونو او زړو سیمې کتنه وکړه.
د یادو ۱۱ ایټالوي ګرځندویانو سربېره تېر کال هم ګڼ بهرني سیلانیان د کندهار د لېدو په تکل دې ولایت ته په سفر تللي وو.
د یادونې وړ ده چې اوسمهال هېواد ته ګڼ بهرني سیلانیان راځي چې ستر علت یې سرتاسري امنیت دی