کابل ښاروالۍ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په لاس نن درې لویې او حیاتي پروژې پرانیستې. په دغو پروژو کې د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ، له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک چارې شاملې دي. ملا عبدالغني برادر ددغو پروژو د پرانیستې چارو پر مهال ویلي چې د کابل ښاروالۍ د ښار د منظموالي او ښکلا برخه کې کوښښونه د ستاینې وړ دي.
ملا برادر اخوند پر هېوادوالو غږ کړی چې د عامالمنفعه پروژو په ساتلو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د کابل ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو یادې پروژې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت سره بشپړې کړي.
د خیرخانې کوتل سړک دویم لاټ ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري چې چارې به یې د ۳۶۴میلیون افغانیو په لګښت سره په ۲۰ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک د لومړۍ برخې پروژه ۱۸۹۰متره اوږدوالی او ۴۵متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۱۷۵میلیونه افغانۍ لګښت او په یو کال کې یې چارې بشپړیږي، د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې د غځیدلي سړک پروژه ۲۷۹۴متره اوږدوالی او ۶۰متره پلنوالی لري، چې ټولټال پرې ۴۰۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې یې په شلو میاشتو کې بشپړیږي.