د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د درملو د تولید تر ټولو ستره کارخونه پرانیسته. د یادې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې د ملا برادر سربېره، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار، لوړپوړو چاواکو او سوداګرو ګډون کړی وو. دغه کارخونه د ۱۶ میلیونو په ارزښت له نړیوالو معیارونو سره سمه رغېدلې ده.
په دغه کارخونه کې به له نړیوالو سټنډرډونو سره سم بېلابېل درمل: شربتونه، ګولۍ، پوډر او کپسول تولیدیږي.
په دغه کارخونه کې ۳۵۰ تنو ته په مستقیمه او شاوخوا ۲۰۰۰ تنو ته په غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغې فابریکې د جوړولو چارې په ۲۰۱۶ کال کې د مرحوم حاجي امان الله امین له خوا پیل شوې وې او له څو کلونو وروسته نن(یکشنبه، غوایي نهمه) د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.