ډېر لوستل شوي

افغان فوټسال لوبډلې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار ومونده

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره وتوانېده چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته لار ومومي.

د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو په دوام افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې قرغیزستان لوبډلې ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې لار وموندله.

په یادو ګروپي سیالیو کې افغانستان یوه لوبه وګټله، یوه یې وبایلله او یوه لوبه یې مساوي کړه.

قرغزستان ته په ماتې ورکولو افغانستان فوټسال ملي لوبډله وتوانېده چې د ۲۰۲۴ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي.

اړوند خبرونه