ډېر لوستل شوي

د قرغې بند له کلونو وروسته پارچاو شو

د اوبو او انرژي وزارت وایي چې د قرغې بند له کلونو وروسته له اوبو ډک شوی او نن پارچاو شو.

قرغې بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې هم د پام وړ ارزښت لري او بل پلو د کابل د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې اغېزمن دی. دا لومړی ځل دی چې دغه بند ډک او پارچاوي یې وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو اورښتونو د کابل د قرغې بند سربېره، د کندهار د دهلې او د هلمند د کجکي بندونو په ګډون نور لوی او واړه بندونه هم له اوبو ډک کړي دي. د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دغه بند ځینې زیانمنې برخې هم رغېدلي دي.

اړوند خبرونه