ډېر لوستل شوي

هېواد کې د ډبرو سکرو د پروسس مرکزونه جوړیږي

د ریاست‌الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۱مه غونډه کې په یو شمېر ولایتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته کولو، تشونې او بارولو د مرکزونو پر جوړولو بحث وشو.

ویل کیږي چې د ډبرو سکرو د پروسس دغه مرکزونه به په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې جوړ شي. دغه راز دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو د جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته سپارل شوې، چې  ددغه معاونیت تر کتنې وروسته به د منظورۍ په موخه د مشرتابه مقام ته واستول شي.

اړوند خبرونه