ډېر لوستل شوي

شیخ ندا محمد ندیم: موږ خپلواک ملت یو او خپل هېواد به پخپله جوړوو

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم د کابل له پولي تخنیک پوهنتون څخه د ۷۵۹ تنو انجینرانو په فراغت غونډه کې ویلي چې افغان ملت خپلواک دی او باید خپل هېواد په خپله جوړ کړو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وایي چې بهرنیان هېڅکله پردي هېوادونه نه ابادوي.

شیخ ندیم د کابل پولي تخنيک پوهنتون تازه فارغوشویو انجینرانو ته په خطاب کې ویلي: درنو فارغانو! نور دا فکر له ذهنه وباسئ چې موږ به نړیوال جوړوي، خپله هڅه وکړئ، انجنیر، ډاکټر او اقتصاد پوه ته ښه ساتنه او امکانات موږ درکوو.

ښاغلی ندیم زیاتوي: قدرمنو فارغانو ستاسو مسؤلیت دی چې د خپل مسلک له لارې د هېواد ابادۍ ته کار وکړئ او زموږ مسؤلیت دی چې اسانتیاوې درته برابرې کړو. د ویلو ده چې نن(دوشنبه، غوایي ۱۱مه) د کابل له پولي تخنیک پوهنتون څخه ۷۵۹ تنه انجینران فارغ شول.

اړوند خبرونه