ډېر لوستل شوي

مولوي محمدیعقوب مجاهد: باکو سره د اقتصاد او سوداګرۍ سربېره نورو برخو کې هم همکارۍ غځوو

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن(چهارشنبه، غوایي ۱۲مه) په کابل کې د اذربایجان د اسلامي جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره په خپل کاري په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وويل: د دوو دوستو مسلمانو هېوادونو د خلکو دوستي او ګډ ارزښتونه لرل، د ویاړ خبره ده. په کابل کې د آذربايجان د سفارت پرانستل يو مثبت ګام و او د دوه اړخیزو اړیکو پياوړتيا په موخه د اوږدمهاله تماس په لټه کې یو.
د ښاغلي مجاهد په قول، افغان حکومت پر اقتصادي او سوداګریزو برخو سربېره نورو برخو کې هم د همکاریو غوښتونکی دی.
د اذربایجان سفیر په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د بیا پرانستلو په اړه د اسلامي امارت له باور او همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په موخه له افغان حکومت او افغان وګړو سره همکارۍ ته چمتو دي

اړوند خبرونه