ازبکستان له افغانستان سره د ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو نوي تړونونه لاسلیک کړي دي. ازبک رسنیو راپور ورکړی چې ددغو نویو تړونونو په لاسلیک سره به د تاشکند-کابل ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې لا وغوړیږي.
د دغه راپور پر بنسټ، دغه تړونونه تاشکند ته د افغان سوداګرو د درې ورځني سفر په ترڅ کې لاسلیک شول. د ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دواړه هېوادونه په پام کې لري چې ګډه سوداګریزه شورا جوړه کړي. ویل کیږي چې ۱۸ افغان شرکتونه به په دې شورا کې غړيتوب ولري.
افغانستان دا مهال له ازبکستان او یا هم د دې هېواد له څنګلوریو هېوادونو په کال کې د ۷ میلیاردو ډالرو کالي راواردوي.
تر دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر کړی و او د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د همکاریو د پراختیا ژمنه شوې وه