په ګڼو شرعي نصوصو کې مسلمانان کاروزیار ته هڅول شوي او کار یې د انساني ژوندانه د څرخ محور بللی دی. کار د انساني ژوند له ډېرو مهمو مواردو څخه ګڼل کیږي. د اسلام په مبین دین کې کسب، کار، کارګر او د حلالې نقفې ګټونکي په ځلونو ستایل شوي. د یوه عربي متل مفهوم مې رایادېږي چې وایي: د کارګر او مزدور د جامو ګرد د وزګارو خلکو له عطرو ډېر غوره دی.
د اسلام مبین دین خپلو پیروانو ته سپارښتنه کوي چې د رزق ګټنې په پار تلاښ وکړي او له دې لارې د ژوند چارې برابرې کړې.
له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه د کار د ارزښت په اړه ګڼ حدیثونه رانقل شوي دي. په حدیثونو کې کسبکار مومن د الله ج دوست ګڼل شوی. د یوه حدیث شریف ژباړه ده: تر خپل لاس ګټلې روزې څخه یو ډول خواړه هم غوره نه دي. د اسلام په مبین دین کې کار او حلال رزق ګټنې ته دومره ارزښت ورکړل شوی چې د حلال رزق ګټنه او مزدوري یې عبادت ګڼلې ده. مانا کله چې یو کارګر او مزدور د کار په تکل له کوره وځي، له همغې شېبې کور ته تر بېرته ستنېدنې پورې ورته اجر ورکول کیږي.
بدبختانه په افغاني ټولنه کې ځوانان پر ځینو کسبونو شرمېږي او ناوړه یې ګڼي. د خیر ښېګڼې کارونو نه بد وړي او پر ناوړه القابو یې نوموي. پښ، جولا، جوالي، نایي، شپني، دوبي او… نور کسبونه د ریشخند وړ ګڼي. دا زموږ د فرهنګ ډېره ناوړه برخه ده چې باید ترې لاس په سر شو.
اوسمهال په نړۍ کې ګڼ کسبونه شته چې پوهنتونونه او کالجونه یې رسمي څانګې لري، پانګونه پرې کوي او فارغانو ته یې د فراغت سندونه ورکوي. خوشبختانه چې په افغانستان کې هم په وروستیو کې تخنیکي او مسلکې انسټیټیونه رامنځته شول، خو مخته تګ یې پڅ ښکاري. افغان حکومت ته بویه چې د متنوع کسبونو په رامنځته کولو، وده کولو او په زده کړیز سیسټم کې د ځای په ځای کولو په هدف لاس په کار شي.
بې کاره او بې وزګاره انسانان نه یوازې د ځان په زیان دي، بلکې کورنۍ او ټولنې هم ترې رنځیږي او حتی د ټول هېواد د اوږو بار شي. په اوسني پرمختللې او ټکنالوژيک پېر(دور) کې مو که کوم کسب درلود، ښه که نه له تا بیا د یوه روباټ اهمیت لوړ دی.
افغان ځوانانو ته بویه چې پر معاصرو تخنیکونو، مهارتونو او کسبونو ځان سمبال او د ټپي ټولنې مرهم شي.
پښتون معاصر شاعر حمزه بابا وایي:
ژوند ته وګوره، ژوند څه دی، همه کار دی، همه کار دی هغه ژوند په مرګ حساب دی، په دنیا کې چې وزګار دی.