ډېر لوستل شوي

کندهار کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ښارګوټی جوړیږي

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د جوړشوي عالي کمیسیون له غړو سره په ناسته کې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې بې ځایه شویو کورنیو ته د استوګنځیو پر جوړولو بحث وکړ.

په دغه ناسته کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د ورزش او بدنې روزنې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډون کړی وو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د دامان ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو د سرپناه په اړه د ځانګړي شوي ښارګوټي لومړنۍ چارې پای ته رسېدلي دي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، چې اوس د پلان پلې کېدو او د کار د پیل په موخه د بودیجې د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.

د کمیسیون غړو پرېکړه وکړه چې د ښارګوټي اړوند چارو په اړه د ریاست الوزرا د عالي مقام اداري معینیت سره یې معلومات شریک کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به د هغوی د لارښوونو سره سم پاتې چارې بشپړې کړي.

اړوند خبرونه