د ننګرهار کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد وايي چې په دې ولايت کې پر ۲۵۸۲.۵ جريبه ځمکه د شفتالانو بڼونه جوړ شوي، چې ښایي روان کال یې ټولټال حاصل ۸ زره او ۹۶۴ ټنه وي.
نوموړی وايي تېر کال د دې مېوې حاصل اووه زره او ۷۹۴ ټنه وو چې سږکال نور نوي نیالګي اېښودل شوي او له پخوا ورته پاملرنه ډېره شوې ده.
په ننګرهار کې د شلیل، ایرلي ګرینډ، فلا وایټ او فلا ګولډ نسلونو شفتالان کرل شوي چې د شلیل او ایرلي ګرینډ نسل یې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه یوه میاشت مخکې حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کیږي.
بهسود، کامې، کوز کونړ، سره رود، شیرزاد، اچین، بټي کوټ، لعلپوره، خوږیاڼو، چپرهار، ګوشته، روداتو، دره نور، کوټ او مومندره د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې د شفتالانو بڼونه پکې شته.