د غور د چهارسدې ولسوالۍ ځایي مسوولین وایي چې ددې ولسوالۍ په خورنج کې تالندې او برېښنا ۱۶۰ څاروي له منځه وړي دي.
د چهارسدې ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر عبدالرشید رحیمي ویلي، چې دغه پسونه د غره په لمنه کې څرېدل چې تندر پرې لوېدلی دی.
ورته مهال یو غرني پړانګ د نورستان ولايت مرکز پارون په مدینه کلي کې وړمه شپه ۳۰ پسونه داړلي دي. تر دې وړاندې هم نورستان کې وحشي ژویو څاروي داړلي وو