د وسپنې پټلۍ سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په خپله رسمي اېکسپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د افغاني توکو انتقالات لیدل کیږي. ملا شرافت دا ویډیو نن ماسپښین(جمعه، غوایي ۱۴مه) خپره کړې ده. ښاغلي شرافت له یادې ویډیو سره ليکلي چې د ایران له لارې یې دویمه جوپه توکي هم ترکیې ته لېږدولي دي.
د وسپنې پټلۍ سرپرست رییس ملا بخت الرحمن شرافت ویلي: مونږ نورې نړۍ سره په پولادي کرښه وصل یو. یوازي انتقالات نه بلکې ولسونه سره نزدې کوو او نړۍ ته د امن پیغام ورکوو.
ښاغلی شرافت په خپل اېکس د ایران او افغانستان اړیکي نه ماتېدونکې او پولادي بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې اونۍ وړاندې هم یو زر او سل مټریک ټنه ګرانبیه ډبرې د روزنک وسپنې کرښې په وسیله ترکیې ته انتقال شوې وې.
د اسلامي امارت په راتګ سره دا لومړی ځل و چې افغاني توکي د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې بهر ته صادریږي