ډېر لوستل شوي

کندهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین په کندهار کي د (وطن توليد د وطن وياړ) په نوم د کورني تولیداتو د درې ورځنیز نندارتون د پرانیستې خبر ورکوي.
یاد نندارتون پرون(پنجشنبه، غوایي ۱۳مه) پرانیستل شو چې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند د صنعتي پارکونو عمومي رئیس حافظ عبدالمجید قیام، د هېواد د نړیوالې سوداګرۍ عمومي رئیس مولوي محمد زبیر دین پرور، د غالیو اوبدلو او صادرونکې ټولنې غړو او ګڼو سوداګرو پکې برخه اخیستې وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په اقتصادي برخه کې د دا ډول نندارتونونو جوړول مهم یادوي او له هېوادوالو هم غواړي چې د خپلو تولیداتو او کرنسیو په کارونه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د کندهار سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس وويل، چي ملي سوداګر د داخلي تولیداتو د ودي په موخه هڅي کوي. نوموړي د دولتي او خصوصي ادارو له مشرانو مننه وکړه، چي د داخلي تولیداتو لپاره د بازار موندنې هڅې کوي

اړوند خبرونه