ډېر لوستل شوي

هلمند کې د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار په ذوالفقار ورزشي کلب کې چمتو شوې وې.

د دغو سیالیو د لیدو لپاره د هلمند ورزشي مسوولین، د کونګفو فدراسیون استازي او د ورزش  ګڼ مینوال ورغلي وو. د یادونې وړ ده چې دا لوبې دې ولایت کې د کونګفو ورزش د ودې او پراختیا به موخه چمتو شوې وې.

اړوند خبرونه