د خوست امنیتي ځواکونو د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۴ کسان نیولي دي.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو د خوست ښار په درېیمه حوزه او همدا راز په اسماعیل خېلو او صبریو ولسوالیو کې څوارلس کسان د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.
په دغو نشه یي توکو کې چرس، شیشه، هیروین او لس زره نشه کوونکې ګولۍ شاملې دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې یو اندازه د کوکنارو کښت هم اړول شوی او نیول شوي کسان عدلیه ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.