ډېر لوستل شوي

د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزه ناسته او ترلاسه شوې پایلې(افغانستان-فلسطین)

د اسلامي همکاریو د سازمان ۱۵مه سرمشریزه ناسته دا ځل په افریقایي هېواد ګامبیا کې چمتو شوې وه چې د ۵۷ بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، ډيپلوماټان او نور لوړپوړي پلاوي ورته بلل شوي وو. دې ناستې دوې ورځې(می ۴ او ۵مه) په بر کې ونیولي چې بنسټیز موضوعات یې په فلسطین کې د روانو وحشتونو درول، اسلامي امت ته ورپېښ چلنجونه، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې پیل او د تلپاتي ثبات خپلول وو.

ددغه سرمشریزې مشري د ګامبیا هېواد ولسمشر «اډامه بارو» کوله. نوموړي په پیلیزه وینا کې  اسلامي هېوادونو ته پر ورپېښو ستونزو وغږېد او د فلسطین پر مسله تم شو. ښاغلي بارو وویل: اسلامي هېوادونه باید په هره بیه فلسطین کې د ناوړه او لوېدلي حالت او هلته د روانو وحشتونو مخنیوی وکړي. بارو وایي چې په غزه کې باید له هرې ممکنې وسیلې په استفادې جګړه ودرول شي. نوموړی زیاتوي چې فلسطین باید له اوسني زبون حالته راپورته او تېر باوقاره مهال ته ورستون شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په خپلو خبرو کې د اسراییلو او فلسطين ترمنځ رامنځته شوې ستونزه، یوازې کشاله ونه بلله؛ بلکې دا یې د نړۍ په کچه د ظالم او مظلوم مبارزه ونوموله. هاکان په ډاګه وویل، هېڅ هېواد حق نه لري چې د فلسطینیانو پر وینو چنې ووهي او خپله سوداګرۍ پرې وکړي.

هاکان فیدان له ډپلوماټیک ډګره د اسراییلو تېښتې په اشارې وویل چې د اسراییلو پر وړاندې باید د نړۍ ټول مسلمان واحد صف کې ودریږي. نوموړي زیاته کړه چې که ډپلوماټیک فشار کار ور نه کړ؛ نو له قهریه قوې دې کار واخیستل شي. فیدان د مسلمانانو ترمنځ شته ځانځانۍ او بې اتفاقیو ته په اشارې وویل چې که د مسلمانانو ترمنځ دا ډول اختلافونه او ګوتځنډنې وي، نو فلسطینیان به خپلو ارمانونو ته ونه رسيږي. د ترکیې د بهرنیو چارو  وزیر دغه شان وویل چې فلسطین  باید په ملګرو ملتونو کې مستقل حیثیت ومومي، اسلامي هېوادونه یې په رسمیت وپېژني، ډپلوماټيک ډګر کې ورسره ونډه واخلي او په ورته نورو یې لارو یې پر وړاندې اسراییل وځپي.

دې ناسته کې دغه راز د اسلامي هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر پراختیا ټینګار وشو او د کوچنیو او لویو سوداګریزو شرکتونو پر رامنځته کولو او یو کولو هم بحث وشو.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان په دغه غونډه کې د افغان حکومت په استازولۍ د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو مشر او ویاند عبدالقهار بلخي ګډون کړی و. بلخي دې ناستې ته رسمي بلل شوی و.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاتوي چې عبدالقهار بلخي به په دغه سرمشریزې کې د ګډون تر څنګ د اسلامي همکاریو سازمان له لوړپوړو چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره لیده کاته وکړي.

د یاد سازمان سرمنشي غونډې ته د وینا پر مهال له افغانستان سره پر تعامل ټینګار وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد باید په انزوا کې پرېنښودل شي. سرمنشي همداشان ویلي چې حقیقي او غیرمغرض شخصیتونه باید له افغان حکومت او نړۍ سره د ارتباطي پل په پار غوره شي. حسین ابراهیم طه د دغه سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د بشري دوستانه صندوق یا اماني له لارې چې د اسلامي پراختیا بانک تر نظر لاندې دی، مرستې وشي.

سرمنشي ابراهیم طه وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک او د بهرنیو چارو وزیران له افغان حکومت سره په بشپړه توګه ښکېلتیا ته ژمن دي.

د اسلامي همکاریو سازمان دا سرمشریزه په داسې حال کې دایرېږي چې په غزه کې لا هم د صهیونستانو ړندې بمبارۍ او ټول وژنه روانه ده. ویل کیږي چې قاهره کې د امریکا، مصر او قطري چارواکو ترمنځ خبرو اترو او منځګړیتوب کومه پایله نه ده ورکړې. که د پرونۍ سرمشریزې ناستې ژمنې عملي شي، اسلامي امت د پاشلتیا پر ځای یو موټي شي، د فلسطین داعیه په ریښتیني مانا بدرګه کړي؛ نو لیري نه ده چې فلسطین به په سیمه کې له ځانګړي حیثیت برخمن شي.

د اسلامي همکاریو د سازمان ناستې له هرو دریو کلونو وروسته دایرېږي چې پرونۍ یې ۱۵مه وه چې د افریقا په لوېدیځ ګامبیا کې ځانګړې شوې وه.

اړوند خبرونه