ډېر لوستل شوي

د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن په خپل اېکس په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي کمیسیون د غونډې خبر ورکړی دی. په دې غونډه کې د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې کړنلاره او د کان کیندنې په پروژو کې د کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې پر پالیسیو بحث وشو. د یادو موضوعاتو تر ارزونې وروسته پرېکړه وشوه چې د موضوعاتو د لا بډاینې په موخه دې په دې مسودو کې د صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او مالیې وزارتونه او د سټنډرډ ملي ادارې غړي زیات شي او د نظر اخیستلو لپاره دې  تدارکاتو ریاست ته ولېږل شي. د ویلو ده چې  د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټه وخت ناوخت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دایریږي چې پر لویو اقتصادي پروژو پکې پرېکړې کیږي.

اړوند خبرونه