ډېر لوستل شوي

لغمان کې د پینځو چکډیمونو چارې بشپړې شوې

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د پینځو چیکډیمونو د بشپړولو خبر ورکوي.

د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په وینا د یادو چکډیمونو پر بشپړولو شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د یادو پروژو په پرانیستغونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولګټو او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

ورته مهال د لغمان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې دغه پروژې د لغمان په پینځو ولسوالیو کې پلې شوي دي چې هر چکډېم به د ٢٠ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا  ولري.

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په پار کوټلي ګامونه پورته کړي او د هر ولایت په هره ولسوالۍ کې د یوه-یوه چکډیم د جوړونې اراده لري.

اړوند خبرونه