اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د غزې رفح ښارګوټي ته د صهیونستي رژیم ننوتل او وحشیانه حملې په کلکه غندلي دي.
اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې د رفح اوسېدونکي په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، د جګړو له وېرې دغه ښار ته راټول شوي او یو ځل بیا د ټولو نړیوالو نورمونو پر خلاف صهیونستي رژیم پکې ټول وژنه پیل کړې ده.
اسلامي امارت بیاځلې د نړۍ پر ټولو مسلمانو هېوادونو غږ کړی چې د غاصب صهیونستي رژیم مخه ونیسي او د غزې محاصره مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسوي.
اعلامیه وړاندې زیاتوي: ((له بده مرغه تر دې مهاله سيمهييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړ.))
د یادونې وړ ده چې په مصر کې د اوربند اړوند مذاکرې بې پایلې پای ته رسېدلي او صهیونست پوځ د رفح ښارګوټي ته ننوتلی دی.