د بغلان ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې دوه زره مېرمنې د لاسي توکو پر صنعت بوختې دي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پیدا کوي.
ویل کیږي چې ددغو مېرمنو لاسي تولیدات د بغلان سربېره په کابل او نورو ولایتونو کې هم پلورل کیږي.
دغه مېرمنې په خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، کلچو جوړولو، کېک پخولو، اشپزۍ، هوټل دارۍ او نورو برخو کې پر کار بوختې دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ مسوولین وایي چې دوی هڅه کوي، دې ولایت کې د لاسي توکو صنعت ته لا وده ورکړي.