ملي دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې چې ګوندې په خیبرپښتونخوا کې پر چینایي وګړو برید د افغانستان له خاورې شوی، په کلکه رد کړي دي.
ملي دفاع وزارت د خپل ویاند مولوي عنایت الله خوارزمي له قوله لیکلي: (( د خیبرپښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چیني اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاکه کوي چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجه دی.))
دفاع وزارت د دا ډول پېښو پړه پر افغانستان اچول له حقیقت څخه د پاملرنې اړولو په مانا بولي. بیانیه زیاتوي چې افغان حکومت د چین حکومت ته ډاډ ورکړی او دوی هم پر حقیقت پوه شوي. وړاندې لیکل شوي چې افغان حکومت ګڼې پېښې موندلي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول شوې ده. ملي دفاع وزارت له پاکستان حکومت د هغو داعش خوارجو د ځواب غوښتنه کړې چې په یاد هېواد کې روزل کیږي او افغانستان ته را اوړي.