د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اغاخان بنسټ له اجرائیه رئیس نجم الدین نجم او مله پلاوي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل په خپل اېکس لیکلي چې دا ناسته نن(چهارشنبه، غوایي ۱۹مه) د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې ترسره شوه.
ښاغلي نجم له اغاخان بنسټ سره د بهرنیو چارو د وزارت همکاري وستایله او همداشان یې په کلتوري، روغتیايي او رغنیزو برخو کې د اغان خان بنسټ پر خپلو فعالتیونو رڼا واچوله.
ښاغلي نجم زیاته کړه چې د اغاخان بنسټ په همکارۍ په روغتیایي برخه کي د پام وړ پر مختګونه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزير په افغانستان کې د اغا خان بنسټ فعالیتونه وستایل او له دغه بنسټه یې د سرطاني ناروغیو او نورو برخو کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو غوښتنه وکړه